Share this link via
Personality Websites!
دروغو په مقدمو کښې د راګيرولو په ذريعه * په ناپ تول کښې د کمي کولو په ذريعه * د مال لوټ کولو په ذريعه * په خلقو پورې په خندا کولو * په پيغورونو ورکولو * د پرينک [يعنې ټوقو] په نوم باندې د نورو عزتِ نفس ته نقصان رسولو باندې * په سوشل ميډيا د ويډيوز وائرل کولو په ذريعه او * پته نه لګي چې په کوم کوم انداز کښې نورو له تکليف ورکولے شي او د دې نه هم زياته خطرناکه خبره دا ده چې نورو له په تکليف ورکولو باندې خوشحاليږي، په دې خبره ځان بهادر ګڼي، نورو له دهوکه ورکول خپله عقلمندي ګڼي، لہٰذا نه د توبې په لور ځي او نه د خپل آخرت فِکر کوي.
ګناه خو يـې اوکړه، خو که په دې باندې پښيمانتيا اختيار کړي نو دا هم غټه خبره ده خو افسوس! نن سبا څوک د چا په زړۀ خفه کولو هم نه شرميږي. اے کاش چې زمونږ په زړونو کښې د مسلمانانو عزت پيدا شي، مونږه د خپلو مسلمانانو وروڼو احترام اوپيژنو. يقين اوکړئ! په اسلام کښې امن او سکون، ورورولي او خپل مينځ کښې مينې محبت ته ډير اهميت ورکړے شوے دے، کوم خلق چې دې اسلامي ورورولئ ته نقصان رسوي، يا خپلو مسلمانانو وروڼو له تکليف ورکوي يا د هغوئي عزت نفس ته نقصان رسوي، هغه ډير بد خلق دي.
يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته اوفرمائيل چې آيا زه تاسو ته د ښه او بد په باره کښې اونه وايم؟ يو کَس عرض اوکړو: آو جي يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږ ته زمونږ د بدو او ښو په باره کښې اووائيئ! اوئې فرمائيل: ستاسو ښه کَس هغه دے د کوم نه چې د خير اُميد اوکړے شي او د هغه د شر نه امن وي او ستاسو بد هغه کَس دے د کوم نه چې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami