Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د کندې والؤ واقعه واوريدله، د دې قرآني واقعې نه چې کومه اهمه خبره مونږ ته د زدکړې د پاره ميلاو شوه، هغه الله پاک په قرآنِ کريم کښې ذکر کړې ده، ارشاد فرمائي:
اِنَّ الَّذِیْنَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوْبُوْا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَ لَهُمْ عَذَابُ الْحَرِیْقِؕ(۱۰) (پارہ:30،البروج:10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيشکه کومو خلقو چې مسلمانان سړي او مسلمانې زنانه په ازميښت کښې اخته کړلې بيا ئې توبه اونکړه د هغوئي د پاره د دوزخ عذاب دے او د هغوئي د پاره د وور عذاب دے (۱۰)
معلومه شوه چې مسلمان له تکليف ورکول ډيره سخته ګناه او خوفناک جرم دے، د دې سزا ډيره خطرناکه ده. اوګورئ! بادشاه کوم چې د خدايئ دعویٰ کوله، هغه مسلمانانو ته ناحقه تکليف اورسولو، هغوئي يې وور ته اوغورځول، د هغې نتيجه څه راووتله...؟ د الله پاک قهر او غضب په جوش کښې راغے او بادشاه او د هغه سپاهيان په خپل بَل کړے شوي وور کښې اوسوزيدل او اِيره شول.
اَلْاَمَان وَالْحَفِیظ! الله پاک دې مونږه د داسې خطرناک جرم او خوفناکې سزا نه محفوظ اوساتي.
حقوق العباد! آہ! ہو گا مرا کیا؟ کرم مجھ پہ کر دے کرم یااِلٰہی!
مجھے نارِ دوزخ سے ڈر لگ رہا ہے ہو مجھ ناتُواں پر کرم یااِلٰہی!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ډيره د افسوس خبره ده چې نن سبا مسلمانانو له تکليف ورکول ډيره معمولي خبره ګڼلے کيږي، خلق يو بل له تکليف ورکوي او بالکل هم نه ويريږي * څوک په چغليانو نورو له تکليف ورکوي * څوک په کنځلو کولو د نورو زړۀ خفه کوي * [بعضې خلق] د نورو مال په ناحقه قبضه کولو * [بعضې خلق] بے قصوره د بے ځايه غصې کولو په ذريعه * په وهلو * په قتل کولو * [بعضې] خلق د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami