Share this link via
Personality Websites!
اوګورئ! دا څومره لوئي پيشکش دے...!! د شهزادګو سره وَدونه، بيا بادشاهي يعني بغير د څه محنت نه عزت، شهرت، مال او دولت بلکې تاج او تخت هم ميلاويږي خو قربان شم! دې دريو واړو وروڼو د بادشاه پيشکش قبول نه کړو او ايماني جذبه کښې يې د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې فرياد شروع کړو.
په دې باندې بادشاه له ډيره غصه ورغله، هغه درې ديګونه راوغوښتل، په هغې کښې يې تيل واچول او په وور يې کيښودل، هره ورځ به درې واړه وروڼه د هغه ديګونو خوا له بوتللے کيدل او بادشاه به ورته خپل پيشکش کولو چې اسلام پريږدئ نو زه به تاسو درې واړه خپل زومان هم جوړ کړم او راتلونکې بادشاهي به هم تاسو ته ميلاويږي. دې دريو واړو وروڼو به هر ځل د بادشاه پيشکش رد کولو.
آخر په دريمه ورځ بادشاه په هغوئي کښې مشر ورور راوغوښتو، يو ځل يې ورته بيا هم هغه پيشکش اوکړو، کله چې هغه مردِ مجاهد پيشکش قبول نه کړو نو هغه يې خوټکيدلو تيلو ته اوغورځولو، په لږ وخت کښې د هغه ټوله غوښه او څرمن اوسوزيدل او هډوکي يې د تيلو په سر ګرځيدل شروع شول. بادشاه دويم ورور راوغوښتو، هغه ته يې هم دغه پيشکش اوکړو، چې کله هغه هم اونه منله نو هغه يې هم خوټکيدلو تيلو ته اوغورځولو.
بيا دريم او د ټولو نه آخري ورور راوستلے شو، نزدې وه چې هغه هم خوټکيدلو تيلو ته غورځولے شوے وے او شهيد کړے شوے وے، چې يو درباري اووئيل: بادشاه سلامت! که زه دے د ايمان نه واړووم نو ما ته به څه انعام ميلاويږي؟ بادشاه اووئيل: زه به تا د خپل فوځ سپه سالار [يعنې کمانډر] جوړ کړم. هغه درباري هغه بهادر ځلمے د ځان سره بوتلو او خپله پيغله ښائسته او ښکلې لور يې د هغه سره يواځې پريښودله.
يعنې وړومبے د مال او دولت لالچ ورکولو په ذريعه د هغه د ايمان اخستلو کوشش اوکړے شو، بيا د حُسن او جمال په جال کښې د ګيرولو کوشش اوکړے شو خو دا ځلمے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami