Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
حضرت عَمرو بن قيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مسلمان چې کله د خپل قبر نه راووځي نو د هغه عمل به په ښکلي شکل او د بهترينې خوشبوئي په شکل کښې هغه ته هرکلے وائي او هغه ته به وائي چې تۀ ما پيژنې؟ بنده به وائي: تۀ ډير ښائسته ئې، ډير خوشبوداره هم ئې خو زه تا نه پيژنم. د هغه ښه عمل به وائي: په دنيا کښې تۀ هم داسې وې، ستا خوشبو (يعنې ستا کردار، ستا اعمال او ستا سيرت) ډير ښکلي وو، زه ستا نيک عمل يم، تر څو پورې چې تۀ په دنيا کښې وې زه ستا په [په اُوګو] سور ووم (يعنې تۀ مې د خواهشونو نه حصار ساتلے وې، او په نيکو کښې مې مصروفه ساتلے وې)، نن تۀ زما په [اُوګو] سور شه.
دا به د نيک مسلمان حال وي او د کافر عمل به هغه ته هرکلے په بد او سخت بدبوداره شکل کښې وائي، کله چې [کافِر] بنده د قبر نه راپاڅي نو د هغه بد عمل به راشي، پوښتنه به ترې اوکړي: آيا تۀ ما پيژنې؟ کافِر به وائي: تۀ څومره بد رنګه ئې، ستا نه څومره سخا بوئي ځي، زه تا نه پيژنم. د هغه بد عمل به وائي: تۀ هم په دنيا کښې داسې بدبوداره وې، زه ستا بد عمل يم، په دنيا کښې تۀ زما په اُوګو سور وې، نن به زه ستا په اُوګو سوَريږم. ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! لږ غور خو اوکړئ! د قيامت په ورځ به د قبرونو نه د راپاڅيدو نظاره څومره خطرناکه او وحشتناکه وي، ټول مخلوق به د قبرونو نه راپاڅي، هر يو به خپل خپل عمل وِيني، څوک به خپل عمل ډير بد رنګه او ډير بدبوداره ويني، څوک به خپل عمل ډير ښائسته او خوشبوداره بيامومي، څوک به په خپلو اعمالو