Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
وختونو کښې د هغه اعمال د هغه سره وي او بیا هم د هغه سره د هغه قبر ته کوز شي، خلق خو مړے ښخ کړي او واپس راشي خو اعمال د هغه سره په قبر کښې پاتې شي، بيا تر قيامته پورې د هغه سره دغه اعمال ورسره وي، تر دې چې کله قبرونه اوسپړدلے شي، مړي بيا راژوندي کړے شي، هغه وخت که د هغه اعمال که ښه وي او که بد، د هغه سره به د قبر نه راووځي، بيا چې کله د حساب د پاره دے د حشر د ميدان په لور ځي، د هغه ټول ښه او بد اعمال به راجمع شي، په هغې کښې به څه وړه يا څه غټه ګناه نه هيرولے کيږي، د هغه ښکاره او پټ ټول اعمال به مخې ته راشي. ([1])
علّامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يو ځائے کښې ليکي: کله چې به خلق د قبرونو نه راپاڅي، هغه وخت به ورسره خپل اعمال هم راپاڅي، که هغه بنده فرمانبردار وي، نيکئ ئې کړې وي، د ګناهونو نه ئې ځان ساتلے وي نو د هغه اعمال به په دنيا کښې هم د هغه ملګرتيا کوي او چې کله هغه د قبر نه راپاڅي، هغه وخت به هم د هغه نيک اعمال هغه د قيامت د وحشتونو نه بچ کوي، د هغه سره به غم خوري کوي، د هغه سره به مينه او محبت کوي، کله چې به هم بنده د دوزخ په لور يا د قيامت وحشتناکو نظارو ته ګوري، د هغې نه به ويريږي، ژاړي به نو د هغه نيک عمل به وائي: يا حبيبی! اے زما محبوبه! دا هر څه (يعنې د دوزخ وور او د قيامت ويرې) ستا د پاره نه دي، د الله پاک فرمانبردارو له به دا سزا نه ورکولے کيږي، د دې سزا حق دار خو هغه دي چا چې د الله پاک نافرماني کړې وه، د هغه نښې ئې دروغ ګڼلې وې او په خپلو خواهشونو پسې روان شوي وو، اے محبوبه! تۀ خو فرمانبرداره بنده ئې. ([2])