Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

وي او که د ګنهګارو سردار، کله چې دنيا ته راځي نو ټول بغير د جامو نه راځي، ټول د خپل وړوکي شان بدن سره راځي، د ټولو واړه شان لاسونه، وړې شان ښپې وي خو په ذهن کښې دا خبره ياده ساتئ چې د قيامت په ورځ راپاڅيدل به داسې راپاڅيدل نه وي، هغه راپاڅيدل به د اعمالو مطابق وي، مونږ چې په دې دنيا کښې څنګه عمل کوو، هم په هاغه انداز کښې، هم په هاغه شکل او صورت کښې، يا مطمئين يا په ويره، ښکلي يا بد رنګه، د پښيمانتيا او شرمنده کيدلو سره په ژړا يا په خوشحالئ کولو سره به راپاڅو. الله پاک فرمائي:

وَ  اِذَا الْقُبُوْرُ بُعْثِرَتْ ۙ(۴) عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَ اَخَّرَتْ ؕ(۵) (پارہ:30، اَلْاِنْفِطَار:4-۔5)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او چې کله به قبرونه اوسپړدلے شی (۴) هر کس ته به معلومه شي څه چې هغه مخکښې اوليږل او څه چې هغه وروستو پريښودل (۵)

يعنې چې کله قبرونه اوسپړدلے شي او مړي بيا راژوندي کړے شي او د حشر د پاره را اُووِيستلے شي، بيا به هر يو کَس ته پته اولګي چې هغه په دنيا کښې څه څه اعمال کړي دي، چا چې نيکئ کړې وي، هغوئي ته به هم پته اولګي او چا چې ګناهونه کړي وي، هغوئي ته به هم پته اولګي. ([1])

د قبرونو نه د راپاڅيدلو مختلف احوال

علّامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: په روايتونو کښې راغلي دي چې بنده کله مړ شي نو که د هغه اعمال ښه وي او که بد، هغه اعمال د هغه د سر خوا ته راجمع شي، کله چې هغه له غسل ورکولے کيږي، کفن وراغوستلے کيږي، د هغه جنازه کيږي، په دې ټولو


 

 



[1]... تفسیر خازن، پارہ:30، الانفطار، زیر آیت:4-5، جلد:4، صفحہ:401 بتغیر قلیل.