Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
به ټول روحونه راووځي، الله پاک به فرمائي: زما دې په خپل عِزّت او جلال قسم وي! ټول روحونه خپلو خپلو بدنونو ته لاړ شئ. ټول روحونه به خپلو خپلو بدنونو ته لاړ شي، بيا به زمکه برسيره شي او تاسو ټول به د الله پاک په بارګاه کښې حاضر شئ. ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! قيامت راتلونکے دے، ضرور راتلونکے دے، دا به د الله پاک د قدرت يوه نظاره وي چې په زرګاؤ کاله زاړه مړي به هم بيا راژوندي شي او دوباره به په خپلو ښپو اودريږي.
کله چې به قبرونه اوسپړدلے شي...!!
اَللّٰہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه مسلمانان يو، مونږ د الله پاک قدرت هم منو او دا يقين هم لرو چې قيامت راتلونکے دے، مونږ ته د مرګ نه پس بيا راپاڅيدل دي، اوس لږه هغه نظاره په خپل تصور کښې راولئ! آه! هغه وخت کله چې به آسمان راغونډ کړے شي، دا زمکه به د اوسپنې د زمکې سره بدله کړے شي، آه! کله چې به نَفْخَۃُ الْبَعْث اوشي يعنې د بيا راپاڅولو د پاره به شپيلئ پو کړے شي، قبرونه به څنګه اوسپړدلے شي، په سوونو کاله مخکښې مړه شوي خلق د کومو چې به هډوکي هم خاورې شوي وي، د الله پاک په قدرت باندې به راپاڅي، آو! آو! مونږ به بيا راپاڅولے کيږو خو ياد ساتئ! دا راپاڅيدل به داسې نه وي، لکه څنګه چې دنيا ته راتلل وي، مونږ دې دنيا ته په يو انداز سره راځو، که څوک مالداره وي او که غريب، که بادشاه وي او که فقير، که ډاکټر وي او که انجنيئر، که عالِم وي او که جاهل، که عبادت کوونکے