Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
شي. بے شکه هغه الله، پاک دے، په هر تخليق ډير ښه پوهيږي. ([1])
جو عبرت سے نہیں سمجھے، دلائل بھی نہیں مانے
قیامت خُود بتائے گی، قیامت کیوں ضروری تھی
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! قيامت راتلونکے دے، ضرور راتلونکے دے، د مرګ نه پس راپاڅيدل دي، ضرور راپاڅيدل دي، دا د هٰغه رَبِّ کائنات وعده ده، چې د ټولو رښتونو نه لوئي رښتونے دے، د چا دروغ وئيل چې نا ممکن او محال دي، دا د هٰغه رَبِّ کائنات وعده ده چا چې دا دنيا جوړه کړې ده، هغه به يوه ورځ دا فنا کړي، بيا به مونږ د مرګ نه پس بيا راپاڅولے کيږو، زمونږ د اعمالو حساب به کيږي، هغه ورځ به د نيکانو د پاره جنت وي خو آه! ګنهګاران که د رحمتِ اِلٰہی نه محرومه پاتې شول نو دوزخ به ئې ځائے وي.کوم خلق چې د مرګ نه پس بيا راپاڅيدل نه مني، هغوئي په اصل کښې د الله پاک د قدرت نه جاهله دي. د مکے کافرانو هم وئيلي وو چې د مرګ نه پس چې کله مونږه وراسته هډوکي شو، آيا مونږ به بيا راژوندي کولے کيږو؟ په دې باندې اوفرمائيلے شول: آو! تاسو به راژوندي کولے شئ او دا څه مشکله خبره نه ده بلکه
فَاِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِؕ(۱۴) هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰىۘ(۱۵) (پارہ:30، اَلنّٰزِعٰت:14-15)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو هٰغه (پُوکے) خو بس يوه رټنه ده (۱۳) نو فوراً به هغوئي په يو فراخه ميدان کښې پراته وي (۱۴)
الله! الله! دا دے د الله پاک قدرت...!! کفارو به دا ډيره مشکله ګڼله چې په