Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
او تياره کوڅه کښې ورتاو شو، يو شُوکمار ورله په مرئ چاړه کيښوده او په رُعب دار آواز ئې اووئيل: څه چې هم درسره وي راوباسه. هغه اسلامي ورور ډير په نرمئ سره اووئيل: څه چې تا ته ميلاويږي واخله، شوکمار د جيبونو تالاشي شروع کړه، د يو جيب نه د عطرو بوتل، نو د بل نه ئې تسبيح [تسپې] راوتلې. شوکمار په غصه کښې اووئيل: چرته روان ئې؟ اسلامي ورور ورته ډير په نرمئ سره اووئيل: زمونږ د شيخِ طريقت، اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه بيان دے، په هغې کښې د شرکت د پاره ځم. دا ئې چې واوريدل نو شوکمار خاموشه شو، د هغه د خاموشئ نه اسلامي ورور دا فائده واخسته چې هغه له ئې د نيکئ دعوت ورکړو او اوئې وئيل: تاسو هم اجتماع له لاړ شئ! په نرمه لهجه کښې د خلوص نه ډک دعوت اثر اوکړو او شوکمار اووئيل: ځه زه هم ځم. اجتماع کښې ئې د اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ديدار اوکړو او بيان ئې واوريدو، د اجتماع نه پس هغه شوکمار د نيکئ دعوت ورکوونکي اسلامي ورور له هغه چاړه ورکړه او اوئې وئيل: دا ستاسو شوه، اوس ما ته د دې حاجت نشته ځکه چي ما د خپلو ګناهونو نه توبه اوکړه او د اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په ذريعه د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد او عطّاري جوړ شوے يم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
بهارِ شريعت (Bahar e shariyat) موبائل ايپلي کيشن
اے عاشقانِ رَسُول! نن سبا د ټيکنالوجئ دور دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د سمارټ فون (Smart phone) په ذريعه هم د عِلمِ دين عام کولو کوشش کوي. دې لړ کښې د دعوتِ اسلامي د I.T