Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

راپاڅي او څوک چې توبه نه کوي، ګناه نه پريږدي، ضِد کوي، په ګناهونو باندې کلک ولاړ وي، [او وائي چې] نن نه سبا، سبا نه بله ورځ، که بله ورځ نه وي نو راتلونکې مياشت، که راتلونکې مياشت نه وي نو په رمضان کښې، که په دې رمضان کښې نه وي نو په راتلونکي رمضان کښې به توبه کووم، هم داسې په نن سبا، نن سبا کولو کښې په توبه کښې د لم ليټ نه کار اخلي، آخر د توبې نه بغير د قبر کندې ته کوز شي، د قبرونو نه د راپاڅيدو په وخت به د هغوئي حال څه وي؟ واورئ! خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دا ګنهګاران خلق...!! په دوئي کښې چې څوک بغير د توبې کولو مړ شي، د قيامت په ورځ به الله پاک دوئي د قبرونو نه هم هغسې راپاڅوي، څنګه چې دوئي په دنيا کښې وو، کله چې به هم اودريږي، چکر به پرې راځي او راغورځيږي به. ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! اوس لا زمونږ سره وخت شته، مونږ ژوندي يو، د توبې په لور لاړ شئ! نن او هم اوس د رښتونې پښيمانتيا سره، د خپلو ګناهونو يادولو سره په ژړا ژړا د الله پاک په حُضُور کښې د زړه د اخلاصه پخه توبه اوکړئ! او دا پخه اراده اوکړئ چې د نن نه پس به هيڅ ګناه نه کووم. الله پاک دې مونږ ته د ګناهونو نه د بچ کيدو او بيا بيا د توبې کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک لـمونځ ګزاره جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو جذبه حاصلولو د پاره  د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب الحدود، باب المخنثین، صفحہ:422، حدیث:2613 خلاصۃً.