Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
درکوو، اووائيئ په دنيا کښې ستاسو اعمال څه وو؟ هغوئي به جواب ورکوي: زمونږه دوه عادتونه وو، د کومو په وجه چې د الله پاک په فضل او کرم سره دې مرتبے ته راورسيدو: (1): مونږ به په تنهائيئ کښې هم د الله پاک د نافرمانئ نه حيا کوله او (2): مونږ به د الله پاک په عطا کړے شوي لږ رزق باندې راضي اوسيدلو. ([1])
تاج وتخت وحکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دیدے مُژدہ یااللہ! مِری جھولی بھر دے([2])
اَللّٰہُ اَکْبَر! اے عاشقانِ رَسُول! اندازه اولګوئ! د قيامت 50 زره کاله اوږده ورځ، خلق به د قبرونو نه پاڅي او د حشر ميدان ته به ځي، آه! هغه د تانبے سرۀ شوې توده زمکه، پاؤ باندې يو ميل بره په سر باندې ولاړ وور وروونکے نمر، سخته ګرمي، بيا اعمال نامه په لاسو کښې ورکول کيدل، د حساب کتاب معامله، بيا په پل صراط باندې د تيريدو مرحله، پل صراط هم څنګه؟ د ويښته نه نرے، د تورې نه تيره، د 1500 کاله مزل لاره، دلته به خلق دومره په وحشتناکو مشقتونو کښې اخته وي او هلته به د الله پاک په رضا باندې راضي اوسيدونکي او په تنهائيئ کښې هم د خپل رَبِّ کريم د نافرمانئ نه بچ کيدونکي د قبرونو نه په آلوتلو جنّت ته اورسي، نۀ به د حشر د ميدان ګرمي اوويني، نه حساب کتاب، نه پل صراط...!! سُبْحٰنَ اللّٰہ! اندازه اولګوئ! دا به څومره خوش قسمته وي. کاش! چې مونږ هم داسې شو، کاش چې مونږ هم د الله پاک په رضا باندې راضي کيدونکي، په تنهائيئ او د خلقو په وړاندې د ګناهونو نه بچ کيدونکي او د خپل رَبِّ کريم فرمانبرداره بندګان جوړ شو.