Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

دولت راکړے دے، چې د دې قدر هم اوکړو، د دې شکر هم ادا کړو او ورسره ورسره د کفر نه نفرت هم کوو. په حديثِ پاک کښې دي: په چا کښې چې 3 خبرې وي، هغه د ايمان خوږ والے بيامومي (په هغه دريو کښې ئې يوه خبره دا ارشاد کړله:) چې هغه د ايمان نه پس د کفر په لور بيرته ګرځيدل هُم داسې ناخوښه ګڼې، لکه څنګه چې وور ته غورځيدل ناخوښه ګڼې. ([1])

معلومه شوه چې د ايمان والا پاتې کيدو، د ايمان د سلامتيا سره قبر ته د کوزيدو او د دې په ذريعه د جنت د حق دار جوړيدو د پاره ضروري دي چې مونږ د کفر نه هر وخت نفرت کوو.

د ايمان د سلامتيا فِکر کوئ!

آه! افسوس! نن سبا د ايمان د سلامتيا فِکر د ډيرو کمو خلقو سره وي * عموماً خلق په خپل نفس باندې باور کوي * د بد مذهبو او بدو خلقو په صحبت کښې کښيناستل * په ګناهونو کښې مصروفه اوسيدل * مونږ څه زده کوو، د چا نه ئې زده کوو وغيره، د دې بالکل فِکر نه کول * د عِلمِ دِين نه لرې تښتيدل * د غير مسلمو نقل کول * د هغوئي لټريچر بے دريغه لوستل * د غير مستندو خلقو او د غير مستندو طريقو (مثلاً د سوشل ميډيا، انټرنيټ، يوټيوب، فيس بُک وغيره) په ذريعه د دِين زده کولو کوشش کول وغيره د ايمان نه د لاس وينځلو اسباب دي خو افسوس! نن سبا زياتره خلق په دې کارونو کښې اخته دي.

اے عاشقانِ رَسُول! الله پاک مونږ ته د ايمان دولت راعطا کړے دے نو مونږ له د دې قدر


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الایمان، باب حلاوۃ الایمان، صفحہ:74، حدیث:16 ملتقطًا.