Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
خوري پريږدئ، مخکښې مو که چغل خوريانې کړې وي نو د هغې نه توبه کړئ! * څوک دے چې هغه د خنزير په شکل کښې راپاڅيدل غواړي؟ هيڅ څوک هم نه غواړي...!! لِـهٰذا رشوت اخستل، حرام مال ګټل، په ظلم سره ټيکس اخستل پريږدئ! که مخکښې مو دا ګناه کړې وي نو توبه کړئ! * څوک دے چې هغه اُلټا پاڅيدل خوښوي؟ * په مونږ کښې څوک دے چې هغه د قيامت په ورځ ړوند، ګونګے، کوڼ راپاڅيدل غواړي؟ * څوک دے چې هغه پريکړے شوي لاسونه، پريکړے شوې ښپې بونډے راپاڅيدل غواړي؟ * څوک دے چې هغه د خپلې ژبې جُوولو په حالت کښې راپاڅيدل خوښوي؟ * څوک دے چې هغه په وور پسې زوړند يا ډير بدبوداره يا په تارکولو کښې را انغښتے راپاڅيدل خوښوي؟ يقيناً په مونږ کښې به څوک هم داسې حشر نه خوښوي، څوک به هم دا نه غواړي چې زه په داسې بد حالت کښې د قبر نه راپاڅولے شم نو اے زما خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! که مونږ داسې حشر نه غواړو، په داسې بد حالت کښې د قبر نه راپاڅيدل نه خوښوو نو د دې د پاره خو به عمل هم کول غواړي، لِـهٰذا هم د نن نه سود پريږدئ! څوک چې واکداران دي، څوک چې فيصلے کوي، د جرګو وغيره مشران جوړيږي، د عدالتونو مشران [ججان/ منصفان] دي، هم د نن نه د بے انصافئ فيصلے پريږدئ! د ځان خوښئ (يعنې ځان د نيک پرهيزګاره ګڼلو) د آفت نه ځان خلاص کړئ! * نورو له د نيکئ د دعوت ورکولو سره سره د خپلې اصلاح ذريعه هم شروع کړئ! * ګاونډيانو ته تکليف رَسَوَل پريږدئ! * د خلقو د دروغو شکايتونه، د دروغو مقدمے، د دروغو ايف آئي آر درج کولو نه توبه کړئ! * د نفس په خواهشونو پسې د تللو او د دنيا په مزو کښې د ورکيدلو په ذريعه د رَبِّ رحمان د اطاعت او فرمانبردارئ نه غفلت هيڅکله هم مه کوئ! * د ځان غټ ګڼلو او د غرور او تکبر په آفت کښې د اخته کيدو نه هر وخت ځان ساتئ، که تر