Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar

اوفرمائيل): (1): کوم خلق چې به د شادوګانو [بيزوګانو] په شکل راپاڅولے شي دا چغل خواره دي (2): کوم خلق چې به د خنزير په شکل راپاڅولے شي دا به رشوت خواره، د حرام مال ګټلو والا او په ظُلم ټيکس وصولولو والا وي (3): کوم خلق چې به اُلټا راپاڅي چې د هغوئي سرونه به ښکته او ښپې بره وي، دا سود خواره دي (4): کوم خلق چې به ړانده راپاڅولے شي، دا په بے انصافئ سره فيصلے کوونکي دي (5): کوم خلق چې به ګونګيان، کاڼه راپاڅولے شي، دا به هغه وي کوم چې په خپلو اعمالو باندې خپل ځان خوښولو کښې اخته دي (6): کوم خلق چې به داسې راپاڅي چې خپلې ژبې به جُووِي، دا هٰغه بے عمله مُبلِّغِين دي چې څه وائي هغه نه کوي (يعنې نورو له د نيکئ دعوت ورکوي او پخپله په ګناهونو کښې اخته اوسي) (7): کوم خلق چې به پريکړے شوي لاسونه، پريکړے شوې ښپې بونډي راپاڅي، دا هٰغه خلق دي کوم چې ګاونډيانو ته تکليف رسوي (8): کوم خلق چې به د وور په تنه پسې رازوړندولے شي، دا حاکِم ته د خلقو د دروغو شکايتونو رسولو والا دي (9): کوم خلق چې به د مُردار د سخا بوئي نه هم زيات بدبوداره راپاڅي، دا خلق د نفس په خواهشونو او خوندونو کښې پريوتونکي او د خپل مال نه حقوق الله (مثلاً زکوٰۃ ، فطرانه وغيره) نه ادا کوونکي دي (01): او هٰغه خلق کومو ته چې به د تارکولو څادرونه اچولے شي، دا په غرور او تکبر کښې اخته کيدونکي دي. ([1])

الله! الله! اے عاشقانِ رَسُول! په دې روايت باندې بيا بيا غور اوکړئ! د خپل ځان نه پوښتنه اوکړئ! * څوک دے چې هغه د قيامت په ورځ د شادو [بيزو] په شکل کښې راپاڅيدل غواړي؟ يقيناً په مونږ کښې به څوک هم دا نه خوښوي، لِـهٰذا هم د نن نه چغل


 

 



[1]... التذکرۃ فی احوال الموتیٰ وامور الآخرۃ، باب بیان الحشر الی الموقف...الخ، صفحہ:179 ملتقطًا.