Book Name:Qabro Se Uthnay Ka Holnaak Manzar
هر څوک به په مختلف شکل کښې راپاڅي؟
يو ځل صحابئ رسول حضرت معاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په قرآنِ کريم کښې ارشاد دے چې په قيامت کښې به خلق ډلې ډلې راپاڅولے شي. د دې څه مطلب دے؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے معاذه! تا د يوې لوئې معاملے په باره کښې پوښتنه اوکړه، د دې وئيلو سره د هغوئي د مبارکو سترګو نه اوښکې روانې شوې. بيا ئې اوفرمائيل: زما د اُمَّت خلق به په 10 قِسمونو راپاڅولے شي، الله پاک به دوئي د مسلمانانو د ډلې نه بيل کړي او د دوئي شکلونه به بدل کړي. په دوئي کښې به (1): بعضې د شادوګانو [بيزوګانو] په شکل کښې راپاڅولے شي (2): بعضې به هغه وي کوم چې به د خنزير په شکل راپاڅولے شي (3): بعضې به اُلټا راپاڅولے شي، د هغوئي ښپې به بره او مخونه به ئې لاندې وي، هغوئي به په مخونو باندې روان وي (4): بعضې به ړانده راپاڅولے شي، دوئي به په تذَبْذُب يعنې پريشانئ کښې اخته وي (5): بعضې به ګونګيان او کاڼه راپاڅولے شي، هغوئي به په هيڅ نه پوهيږي (6): بعضي به خپلې ژبې جُووِي او د هغوئي ژبې به د هغوئي د سينو پورې رازوړندې وي، کيازې [ټينګې لاړې] به ئې د خُلو نه روانې وي، خلقو له به د هغوئي نه کرکه ورځي (7): بعضې به داسې راپاڅي چې د هغوئي لاسونه او ښپې به پريکړے شوې وي (8): بعضې به د وور په تنې پسې زوړند وي (9): بعضې به داسې راپاڅي چې د هغوئي سخا بوئي به د مُردارې نه هم زيات بد وي (10): بعضې به داسې راپاڅي چې هغوئي ته به د تارکولو څادرونه اچولے شوي وي کوم چې به د هغوئي په څرمنو پسې نښتي وي.
(دا به کوم خلق وي، د دې تفصيل بيانولو کښې د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم