Mareez Ki Ayadat Kijiye

Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye

پاره د دُعا وائې! ځكه چې د بيمار دُعا قبوله ده او د هغه ګناه مُعاف دي.[1]

      په يو بل حديثِ پاك كښې فرمائي: كله چې تاسو د يو بيمار خوا ته لاړ شئ نو هغه ته د خپل ځان د دُعا خواست اوكړئ ځكه چې د هغه دُعا د فرښتو د دُعا په شان ده.[2]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! په دې حديثِ پاك باندې غور اوكړئ! چې كه مونږه د مريض تپوس له لاړ شو، د دې سره د مريض زړه خوشحاله كيږي، دا په خپل ځائے باندې ده، د دې سره سره زمونږه هم څومره ډيره فائده كيږي، مونږه مريض ته د دُعا اوواىو، د دې په بركت سره به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! زمونږه

هم مرادونه پوره شي.

      يوه ډيره زبردسته نُسخه ده، ځينې وخت داسې كيږي، په مونږه باندې مشكل وخت راشي، لكه څنګه چې وائي: كه سرو زرو له لاس ور وړو نو خاوره كيږي. داسې حالات جوړيږي، نه پوهيږو چې څه اوكړو، زما سره څه كيږي، له هر طرفه مشكلاتو، پريشانو انسان را ګير كړے وي، الله دې نكړي كه داسې وخت راشي نو په داسې موقع باندې دا كار په خپل ځان لازم كړئ، د بيمارانو تپوس له لاړ شئ، يو خو به د تپوس ثواب ميلاؤ شي، د دې سره سره


 

 



[1]...معجمِ اوسط،جلد:4 ،صفحہ:294 ،حدیث:6027۔

[2]...ابنِ ماجہ،کتاب الجنائز،باب ما جاء فی عیادۃ المریض،صفحہ:234 ،حدیث:1441۔