Share this link via
Personality Websites!
دا ډير عجيبه مرض زمونږ په معاشره كښې په خوريدو دے چې مونږه ډير زيات كارونه صرف د خپل عِزَّت د پاره كوو او دا څيز په مونږ كښې فرق پيدا كوي، كله چې داسوچ جوړ شي چې ما له هر كار د خپل عِزَّت بچ كولو د پاره كول دي نو بيا د دې لحاظ هم ساتلے كيږي، چرته چې د عِزَّت بےعِزَّتئ مسئله جوړيږي، هغه كار مونږه كوو، چرته چې نه جوړيږي، هغه نه كوو * دغه شان د ادلے بدلے هم سوچ موندلے كيږي، مثلاً زه بيمار شوے ووم نو فلانے زما د تپوس د پاره راغلے وو، په دې وجه د هغه تپوس د پاره ما له هم تلل دي، كه هغه راغلے نه وي نو زه هم نه ځم، دا ډير غلط عادت دے، ډير غلط انداز دے، زمونږه دا عادتونه او دا سوچ زمونږه مُعاشره تباه كوي. ياد ساتئ! د يو مسلمان د ژوند اصل بنياد، زمونږ
د ژوند اصل مقصد د الله پاك رِضا ده، الله پاك فرمائي:
وَ اللّٰہُ وَ رَسُوۡلُہٗۤ اَحَقُّ اَنۡ یُّرۡضُوۡہُ اِنۡ کَانُوۡا مُؤۡمِنِیۡنَ (پارہ:10 ،التوبہ:62) [مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: حالانكه الله او د هغه رسول د دې خبرې زيات حق دار دي چې خلق هغه راضي كړي، كه هغوئي ايمان والا ئې.
دا دے اصل بنياد...!! د الله او رسول زيات حق دے چې مونږه هغوئي راضي كړو، زمونږ عِزَّت پاتي كيږي يا نه پاتې كيږي، خيال مو ساتلے كيږي يا نه ساتلے كيږي، د الله او رسول رِضا خامخا ميلاويدل پكار ده، په دې وجه كله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami