Mareez Ki Ayadat Kijiye

Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye

حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: آؤ! اے الله پاكه...! بالكل زه دا غواړم. الله پاك اوفرمائيل: اے موسٰى! كه ته دا غواړې نو د مريضانو تپوس كوه! او د غريبانانو د پاره د جامو اهتمام كوه...! د روايت الفاظ دي چې د دې نه پس حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام دا دواړه كارونه په خپل ځان باندې لازم كړل.[1]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! لږه اندازه اولګوئ! دا څومره عظىمُ الشان كار دے، زمونږه يو مسلمان ورور بيمار شي نو مونږه  صرف د هغه خوا ته تلل دي او د هغه تپوس كول دي، د هغه د حال احوال پوښتنه  كول دي، ثواب څومره زيات دے. اَللهُ اكبَر

وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا ہم مفلس کیا مول چُکائیں،اپنا ہاتھ ہی خالی ہے[2]

     وضاحت: خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو جنت په ډير كم قيمت كښې خرڅوي، خو مونږه غريبانان د هغې سودا څنګه اوكړو؟ د خپل ځان سره راسره هيڅ هم نشته.

      دا څومره آسانه طريقه ده د نيكو ګټلو....!! خو افسوس! مونږه خلق سُستي كوو. الله پاك دې مونږ ته د خپلو مسلمانانو وروڼو تكليف تقسيمولو توفيق را عطا كړې.


 

 



[1]...الروض الفائق فی المواعظ و الرقائق، صفحہ:92۔

[2]...حدائقِ بخشش ،صفحہ:186۔