Wo Hum Mein Se Nahi

Book Name:Wo Hum Mein Se Nahi

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما نه په څه وجه ناراضه دے؟) صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ورته ټوله مُعامله بيان كړه (چې رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو د كور په خوا تيريدلو، ستاسو اوچت [دوه منزله] كور ئې اوليدلو، كيدے شي چې د ناراضګئ سبب هم دغه وي). پس دومره اوريدل وو چې هغه صحابـي په تادئ كور ته اورسيدلو او خپل اوچت كور ئې وران كړو او د زمكې سره ئې برابر كړو (يعني صرف لپاسه منزل ئې وران نكړو بلكه پوره كور ئې وران كړو). بيا يوه ورځ خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغه ځائے تيريدلو نو هغوئي ته هغه [اوچت دوه منزله] كور ښكاره نه شو: اوئې فرمائيل: هٰغه كور چرته دے؟ عرض اوكړے شو: هغه صحابـي ستاسو د ناراضګئ په ويره سره هغه كور وران كړے دے. په دې باندې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: واورئ! بےشكه هر كور د هغه د مالِك د پاره وبال دے البته كوم چې د ضرورت د پاره جوړ كړے شوے وي.[1]

          مشهور مُفسّرِ قرآن، حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك لاندې ليكي: په حديثِ پاك كښې د لفظِ وبال نه مراد كه ګناه ده نو مطلب دادے چې هٰغه كور كوم چې بےضرورته صرف د فخر او تكبر د پاره جوړ كړے شي چې دا كار ناجائز دے، د فخر او تكبر هر كار حرام دے. او دلته د لفظِ وبال نه مراد د آخرت بوج دے نو په دې كښې هر هغه كور شامل دے كوم چې بے ضرورته جوړ كړے شوے وي. غرض دا چې د دُنياوي ضرورت (مثلاً د اوسيدلو، كاروبار كولو وغيره) د پاره كور جوړول مُباح (يعني جائز) دي او د ديني ضرورت (مثلاً


 

 



[1]...ابو داؤد ،کتاب الادب،باب ما جاء فی البناء،صفحہ:815،حدیث:5237 ملتقطًا۔