Wo Hum Mein Se Nahi

Book Name:Wo Hum Mein Se Nahi

آخرت كښې هم تباه او برباد كوي. د اِحياءُ العلوم په شرح كښې دا واقعه ليك ده چې يو ځل يو كس ته چرته ډير سره زر ميلاؤ شو، هغه هٰغه [سره زر] په څادر كښې را اونغښتل يواځې كور طرف ته روان شو. په لاره كښې ورته دوه كسان ميلاؤ شو، هغوئي چې اوليدل چې د ده سره سره زر دي نو د ده وژلو ته تيار شو چې سره زر ترې واخلي. هغه كس د خپل ځان بچ كولو د پاره اووئيل: تاسو ما ولے وژنئ؟ مونږ به دا سره زر درے حصے كړو او يوه يوه حصه به تقسيم كړو. هغه دواړه په دې باندې راضي شو. دا درے واړه لالچيان وو او درے واړو يو بل ته دوكه وركول غوښتل. واقعه داسې پيښه شوه چې په دوئي كښې يو اووئيل: يو كس دې لږ سره زر واخلي او نزدې ښار ته دې لاړ شي او طعام دې واخلي او راوړي دې چې مونږه خوراك اوكړو او سره زر تقسيم كړو. په دوئي كښې يو كس ښار ته اورسيدو، طعام ئې واخستلو او بيرته راتللو نو سوچ ئې اوكړو چې ولے نه په طعام كښې زَهر ميلاؤ كړم چې دواړه ئې اوخوري او مړه شي او په ټولو سرو زرو باندې زه قبضه اوكړم. په دې سوچ سره ئې زهر واخستل او په طعام كښې ګَډ كړل. هلته هغه دواړو دا سازش كړے وو چې څنګه هغه طعام راوړي مونږ دواړه به پرې حمله اوكړو او قتل به ئې كړو بيا به سره زر نيم نيم په خپل مينځ كښې تقسيم كړو. كله چې هغه كس طعام راوړو نو دواړو په هغه باندې حمله كړه او هغه ئې اووژلو. د دې نه پس په خوشحالئ خوشحالئ د طعام خوړلو د پاره كښيناستل نو زهرو خپل كار ښكاره كړو او دا دواړه لالچيان هم په تاويدو تاويدو مړه شو او سره زر په هغه ځائے باندې هم هغسي پاتي شو.[1]


 

 



[1]...اِتحافُ السَّا دَةِ المُتّقِین،كتاب ذم البخل ،بیان ذم الغنی و مدح الفقر،جلد:9،صفحہ:836بتغیر قلیل ۔