Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
ناروغه وو نو د هغه تپوس له به تللو [1] * او که چرې د تپوس کولو د پاره به د مدينې منورې آخري سر ته هم تشريف وړل وو نو تشريف به ئې وړلو او د خپلو صحابۀ کرامو تپوس به ئې کولو.[2] د قرآنِ کريم مشهور مفسر، مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اخلاقِ کريمه کښې دي چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر مالداره او غريب کور ته د تپوس د پاره تشريف وړلو.[3] د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک به دا وو چې کله به ئې د يو مريض د تپوس د پاره تشريف وړلو نو دا به ئې فرمائيل: لَا بَاْسَ طَہُوْرٌ اِنْ شَاۤءَ اللہ (يعني: هيڅ خبره نه ده که چرې الله پاک اوغوښتل نو دا مرض د (ګناهونو) نه پاك کوونکے دے) د يو اعرابي [د کلي اوسيدونکي] د تپوس د پاره چې ئې تشريف يوړلو نو هم دا ئې اوفرمائيل: لَا بَاْسَ طَہُوْرٌ اِنْ شَاۤءَ اللہ.[4]
د تپوس او نور ډير روحاني علاج په باره کښې د نورو معلوماتو د پاره د اميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ رساله بيمار عابد اولولئ.
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبة المَدينه بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو رساله 550 سنتيں اور آداب او رساله بيمار عابد واخلئ او