Share this link via
Personality Websites!
428528
7158
زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
( 1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود
بُزرګانِ دينو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه كښې) دا دُرُود شریف په پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو:
اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ
الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ
حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخکښې او كه ناست وو نو اودريدلو نه مخکښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي.
راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو:
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami