Book Name:Mohabbat e Auliya Ke Fazail
تکليف رَسولو والا په عبرتناک مرګ مړه شول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! علّامه محمد بن يَحیٰى حَلَبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ په خپلو سترګو باندې ليدلي دي چې د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اولاد ته هم که چا ضرر رسولے نو هغه پخپله هم تباه و برباد شوے او د هغه اولاد هم هلاک شوے دے. * شيخ احمد بن قاسِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اولاد کښې دے، يو بد بخته يو ځل هغوئي ته سخت تکليف اورسولو اوس لا لږه موده تيره شوې وه چې الله پاک هغه تباه و برباد کړو، تر دې پورې چې د هغه په اولاد کښې څوک هم باقي پاتې نه شو، رَبِّ کائنات د هغه نسل هم ختم کړو * دغه شان وزير ناصِرُ الدِّين د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اولادِ پاک په قسما قِسم طريقو تنګ کړو، تر دې پورې چې هغوئي ئې د بغداد ښار نه هم ويستل. الله پاک هغه له د دې ګستاخئ سزا ورکړله او دا وزير ډيره په درد ناکه طريقه مړ شو.[1]
الله پاک دې مونږه د اوليائے کرامو د ګستاخئ او د دوئي د دښمنئ نه هميشه محفوظ کړي. الله پاک دې اوکړي چې زمونږ په زړونو کښي هميشه د اوليائے کرامو محبت روښانه وي، کاش! چې په دې محبت کښې ژوندي يو، په دې کښې مړه شو، د قيامت په ورځ هم د دې محبت سره راپاڅو او د دوئي په وسيله بغير د حساب کتاب نه جنت ته داخل شو.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
مَحفُوظ سَدا رکھنا شہا! بے اَدَبوں سے اور مُجھ سے بھی سَرزَد نہ کبھی بے اَدَبی ہو[2]