Mohabbat e Auliya Ke Fazail

Book Name:Mohabbat e Auliya Ke Fazail

دا دے د الله پاک په بارګاه کښې د اوليائے کرامو مقام او مرتبه، د اوليائے کرامو عزت چې د کوم بنده په زړه کښې د اوليائے کرامو د ذرې برابر دښمني هم وي، هغه بنده چرې هم د الله پاک محبوب بنده نشي جوړيدے، داسې چرې هم نشي کيدے چې د بنده په زړه کښې د اوليائے کرامو دښمني هم وي او هغه د دښمنئ سره سره د الله پاک په راضي کولو کښې کامياب هم شي، ولې؟ ځکه چې د چا په زړه کښې د اولياؤ دښمني وي، الله پاک د هغه سره د جنګ اعلان فرمائي.

د الله پاک غضب والا کلام

د امام احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اَلزُّهد کتاب کښې دي: الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  ته اوفرمائيل: اے موسٰی! ياد ساته! کوم بنده چې زما د يو ولي ګستاخي کوي يا هغه ويروي نو تحقيق هغه زما سره د جنګ اعلان اوکړو. بس زه ډير زر د خپلو اولياؤ مدد فرمايم * آيا زما سره د جنګ اعلان کولو والا دا ګڼي * چې هغه به زما مخې ته اودريږي؟ * آيا د هغه دا ګمان دے چې ما به عاجزه کړي؟ * آيا هغه ته دا لګي چې زما نه به وړاندې شي؟ * آيا هغه به ما له شکست راکړي؟ داسې څنګه کيدے شي...؟ ولې زه په دُنيا او آخرت کښې د خپلو اولياؤ بدلے اخستلو والا يم.[1]

الله! الله! دا څومره غضب والا کلام دے...!! د اوليائے کرامو سره دښمني کولو والا څنګه رَټلے شوي دي...!! تاريخ ګواه دے، چا چې هم اوليائے کرامو ته تکليف رسولے دے د هغه انجام عبرتناک شوے دے.


 

 



[1]... الزہد لاحمد بن حنبل، اخبار موسیٰ  عَلَیْہِ السَّلام، صفحہ:96، حدیث:342.