Mohabbat e Auliya Ke Fazail

Book Name:Mohabbat e Auliya Ke Fazail

محبت کوي او الله پاک د هغه سره محبت نه کوي  (چې څوک هم د الله پاک د بندګانو سره صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره محبت کوي، په لازمي طور باندې هغه د الله پاک محبوب جوړيږي). مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: چې الله پاک ته سجده کول وي نو د کعبے په لور د مخ کولو سره سجده کوه! دغه شان که د الله پاک سره محبت کول وي نو د هغه د بندګانو سره محبت کوه.[1]

صحابه کی اور اولیا کی محبّت                                                                                                             کی خیرات تجھ سے خدا مانگتا ہوں

الٰہی نہیں چاہئے تختِ شاہی                                                                                               فقط تیری رحمت، خدا مانگتا ہوں[2]

فرښتې په انساني شکل کښې د راتللو سره زيرے ورکړو

په مُسلِم شريف کښې حديثِ پاک دے: يو کَس وو، هغه د خپل مسلمان ورور د ملاقات د پاره د کور نه اووتلو، د بَل کلي په لور روان وو، الله پاک د هغه په لاره کښې يوه فرښته (په انساني شکل کښې) کښينوله. کله چې هغه کَس د فرښتې خوا ته اورسيدو نو فرښتې ترينه پوښتنه اوکړه: د کوم ځائے اراده دې ده؟ اوئې وئيل: په فلانکي کلي کښې د يو دِيني ورور سره د ملاقات د پاره ځم. فرښتې پوښتنه اوکړه: آيا د هغه په تا باندې څه احسان دے (مثلاً هغه تۀ د څه سختې نه بچ کړے وې، څه رقم وغيره ئې درله درکړے وو، تۀ ئې په نوکرئ لګولے وې چې) تۀ د هغې د بدل پوره کولو د پاره ځې؟ هغه اووئيل: نۀ، داسې هيڅ خبره نه ده، زه خو د هغه سره صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره محبت کووم. فرښتې اووئيل: بے شکه ما د الله پاک د طرف نه ستا د پاره پيغام راوړے دے


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:591- 592 بتغیر قلیل.

[2]... وسائل فردوس، صفحہ:1-2.