Book Name:Mohabbat e Auliya Ke Fazail
الله پاک عطاګانې بے شميره دي، د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: دا چې کوم اَجر بيان کړے شو، دا صرف د رَبّ د رضا د پاره د محبت کولو اجر دے، د دې محبت په نتيجه کښې چې بنده څه کوي (لکه د غوث او خواجه په محبت کښې چې کوم محفلونه راجوړولے شي، د هغوئي د ايصال ثواب د پاره چې کوم تلاوت کيږي، خوراک، اوبه او خواږه وغيره تقسيميږي، وږي مړولے شي، د هغوئي په محبت کښې د هغوئي په شان د اعمالو کولو کوشش کولے شي، د دې نيک اعمالو ثواب)، د دې اَجر نه بيل دے.[1]
مری مغفرت کر برائے صحابہ جگہ خلد میں از پئے اولیا دے
عذابِ جہنّم سے خوف آ رہا ہے مجھے بخش، کر در گزر ہر خطا دے[2]
د الله پاک محبوب جوړولو والا عمل
اے عاشقانِ اولياء! د اوليائے کرامو سره صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره د محبت کولو څنګه څنګه برکتونه دي، که بيانوې ئې هم نو تر کوم ځائے به ئې بيانوې؟ د دې پاک او ايماني محبت يو بهترين برکت دا هم دے چې کوم بنده د اوليائے کرامو سره محبت کوي، هغه د الله پاک محبوب جوړيږي. عاشقِ مدينه، حضرت امام مالک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا خبره هم ليکي چې حضرت ادريس خولاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زه د دمشق جُمات ته لاړم، ما اوليدل چې هلته د يو نُوراني مخ والا بزرګ ناست دے، خلق د هغه نه راچاپيره شوي دي، (د عِلمِ دِين زده کولو سلسله روانه ده) کله چې هم د خلقو په