Book Name:Naam e Muhammad Ki Barkaat
محمد معنٰی خو دا ده] د چا چې صرف تعريف اوکړے شي) او [مونږه وايو چې هغوئي] بدي کوي؟ نو هغوئي د ځان نه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو نوم راجوړ کړو، بيا به چې کله هم هغوئي بد بيانول غوښتل نو وئيل به ئې: مُذَمَّم (يعنې د چا چې صرف بد بيان کړے شي) هغه داسې دے. کله چې هغوئي دا انداز اختيار کړو نو د بخاري شريف حديثِ پاک دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (اے زما صحابؤ!) آيا تاسو حيران نه ئې چې الله پاک زه څنګه د کافرانو د کنځلو نه محفوظه ساتلے يم، هغوئي مُذَمَّم ته کنزلې کوي وَ اَنَا مُحَمَّد صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ځکه چې زه مُذَمَّم نۀ بلکه مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يم.[1]
سُبْحٰنَ اللّٰہ! مولانا حَسن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې خبره ليکلې ده:
اذاں کیا؟ جہاں دیکھو ایمان والو پسِ ذِکْرِ حق ذِکر ہے مصطفےٰ کا
کہ پہلے زباں حمد سے پاک ہولے تو پِھر نام لے وہ حبیبِ خُدا کا[2]
وضاحت: اے ايمان والؤ! لږ اوګورئ چې اذان وي، که خطبه وي، که کلمه وي، غرض په هر ځائے کښې وړومبے د الله پاک ذِکر راځي، بيا د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک ذِکر راځي، په دې کښې څه حکمت دے؟ دا چې په ژبه