Book Name:Ala Hazrat Aur Aqidah Khatm e Nubuwwat
ستمبر د ختمِ نبوت ورځ نمانځلے شي او ډير زر اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د صفر المُظفر 25 شريف يعنې يومِ رضا هم تشريف راوړونکې ده. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشق، د ختمِ نبوت د عقيدے څوکيدار دے، سيدي اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څنګه د نورو عقيدو او اعمال، تفسير او حديث، فقه او تصوف وغيره د 100 نه په زياتو علومو کښې بهترين تحقيقات فرمائيلي دي، د ختمِ نبوت عقيده ئې هم هغوئي ډيره په ښکلي انداز کښې بيان کړې ده، راځئ! د ختمِ نبوت د ورځې په مناسَبَت سره د ختمِ نبوت د عقيدے په باره کښې د سيدي اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تحقيقاتو اوريدو سعادت حاصلوو.
محمدِ مصطفےٰ! سب سے آخری نبی! احمدِ مجتبیٰ! سب سے آخری نبی!
آمنہ کا لاڈلا! سب سے آخری نبی! شاہِ ہر دوسرا! سب سے آخری نبی!
تاجدارِ انبیا! سب سے آخری نبی! ہیں حبیبِ کبریا! سب سے آخری نبی!
عقیدہ سب صحابہ کا! سب سے آخری نبی! عقیدہ اَہْلِ بیت کا! سب سے آخری نبی!
نظریہ غوث کا سب سے آخری نبی! اَوْلیا کا نظریہ سب سے آخری نبی!
ہے رضا کا نظریہ! سب سے آخری نبی! نظریہ عطار کا ! سب سے آخری نبی![1]
ستا مثل نشته په خدائے مې دې قسم وي
يو ځل د آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عاشق، سيدي اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې پوښتنه اوشوه: آيا په دُنيا کښې بَل څوک مُحَمَّد پيدا کيدل ممکن دي؟