Book Name:Ala Hazrat Aur Aqidah Khatm e Nubuwwat
د ذيلي حلقے 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار:
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د فنتو نه ډک په دې اوسني وخت کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي په زړونو کښې د عشقِ رسول راپارولو، د نيکئ د دعوت ورکولو او د اُمَّت د نيک لمُونځ ګزاره جوړولو په کوشش کښې مصروف دے، تاسو هم د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمَن اونيسئ او د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه نصيب شي. د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه هم ده. راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:
د هندوستان د يو اسلامي ورور څه داسې بيان دے: زه د کفر په تيَرو کښې ورَک ووم، يوه ورځ راله چا د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله احترامِ مسلم په تحفه کښې راکړه. ما چې اولوستله نو حيران پاتې شوم چې کومو مسلمانانو ته به ما هميشه د نفرت په نظر کتل د هغوئي مذهب اسلام دومره د امن پيغام ورکوي! د رسالے د ليک اثر لکه د غشې زما په زړه اولګيدو او په زړه کښې مې اسلام کور اوکړو. يوه ورځ ما په بس کښې سفر کولو چې د يو څو ګيرو والا او عمامو والا اسلامي وروڼو قافله هم بس ته را اوختله، ما ته پته اولګيده چې دا مسلمانان دي، زما په زړه کښې د اسلام محبت پيدا شوے وو ځکه ورته ما په درنه سترګه کتل، په دې کښې يو اسلامي ورور د نبئ مکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په