Book Name:Ala Hazrat Aur Aqidah Khatm e Nubuwwat
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د عملونو دار و مدار په نيتونو باندې دے.[1]
خوږو اسلامي وروڼو! ښه نِيَّت بنده جَنَّت ته رَسَوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * ټول بيان به اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبٰـی، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام او د ختمِ نبوت عقيده
اعلٰی حضرت، امامِ اهلسنت شاهِ امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فتاوٰی رضويه: په جلد 15، صفحه 663 باندې د دليلونو ورکولو سره ليکي: يو ځل د فرښتو سردار حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او داسې سلام ئې اوکړو: السَّلَامُ عَلَیْکَ یَاظاہِرُ! اَلسَّلَامُ عَلَیْکَ یَابَاطِنُ اے ظاهر نبي! په تاسو باندې دې سلام وي، اے باطِن نبي! په تاسو باندې دې سلام وي. په دې باندې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے جبريله! دا صفتونه خو د الله پاک دي، د هغه لائق دي،