Book Name:Ala Hazrat Aur Aqidah Khatm e Nubuwwat
نازِل کړل، د دې څومره عِلم چې د هغه سره وو، د هغوئي په زمانه کښې د بَل چا سره نه وو، هغه به په خپل عِلم کښې هيڅ هم زما نه نۀ پټول، کله چې د هغه آخري وخت راغلے نو زه ئې رااوبللم او اوئې وئيل: ځويه! تا ته معلومه ده چې ما په خپل عِلم کښې هيڅ څه ستا نه نۀ دي پټ کړي، آو! 2 ورقونه دي، په دې کښې د يو نبي بيان دے، د هغوئي د تشريف راوړلو زمانه رانزدې شوې ده، ما دا خبره تا ته مخکښې د دې ويرې نه اونکړه چې هسې نه څوک د نبوت د دروغو دعوٰی اوکړي او تۀ په هغه پسې روان نشې!
اوس ما هغه 2 ورقونه په فلانکي ځائے کښې کيښودي دي، اوس هغه د پرانستو سره مه ګوره، کله چې هغه نبي تشريف راوړي، که الله پاک اوغوښتل نو تۀ به په هغه پسې روان شې. حضرت کعبُ الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما هغه 2 ورقونه پرانستل او اومې کتل نو په هغې کښې ليکلي وو: مُحَمَّد رسولُ اللہ خَاتَمُ النَّبِیّٖن لَا نَبِیَّ بَعْدَہٗ مَوْلِدُہٗ بِمَکَّۃَ وَ مُہَاجَرُہٗ بِطَیْبَۃَ يعنې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رسول دے، د ټولو آخري نبي دے، د ده نه پس به هيڅ يو نبي نه وي، د ده پيدائش به په مکه کښې کيږي او هجرت به د طيبه په لور فرمائي. [1]
* د جنتي صحابي حضرت سَعِيد بن زَيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ والد حضرت زيد بن عَمرو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جاهليت په زمانه کښې د دينِ ابراهيمي رښتينے پيروکار او د نيغے لارې مسافر وو، هغوئي د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو نه مخکښې وفات شوي وو، هغوئي به فرمائيل: زه د دينِ ابراهيمي په لټون کښې ښار په ښار اوګرځيدم، د يهوديانو او عيسايانو وغيره د چا نه چې مې هم پوښتنه اوکړه، ټولو د آخري