Book Name:Ala Hazrat Aur Aqidah Khatm e Nubuwwat
د اذان نه پس حضرت نَضله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لمُونځ ادا کړو، د دې نه پس اودريدو او ارشاد ئې اوفرمائيلو: اے په ښکلي انداز کښې خبرې کوونکيه! مونږه ستا خبرې واوريدلې، تۀ فرښته ئې که پيرے يا رِجَالُ الْغَیْب (يعنې په نظر نه راتلونکے انسان)؟ زمونږ مخې ته د حاضريدو سره زمونږ سره خبرې اوکړه چې مونږه د الله پاک او د هغه د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سفيران يو. دا وئيل وو چې د غر نه روښانه مخ والا يو سپين ګيرے بزرګ ظاهر شو، کوم چې د سپينې وَړئ يو څادر اچولے وو، د راتلو سره هغوئي سلام اوکړو: اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃٗ اللہ وَبَرَکَاتُہٗ هلته موجودو حاضرينو جواب ورکړو، حضرت نَضله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: الله پاک دې په تاسو باندې رحم اوکړي، تاسو څوک ئې؟ هغوئي جواب ورکړو: زه زُرَیْب بن ثَرْمَلَا يم. د الله پاک نبـي حضرت عيسٰی عَلَیْهِ السَّلَام زه په دې غر کښې پاتې کړے ووم او د آسمانونو نه د خپل بيا تشريف راوړلو پورې ئې زما د ژوندي پاتې کيدو دُعا کړې وه.[1]
سب صحابہ کا ہے یہ عقیدہ اَٹل ہیں یہ خیرُ الوریٰ خاتَمُ الْاَنبیاء
د مخکښينو اُمَّتونو عالِمَان او د ختمِ نبوت عقيده
اے عاشقانِ رَسُول! زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو آخري نبي دے، دا خبره په تيرو اُمَّتونو کښې ډيره مشهوره وه. حضرت کعبُ الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زما والدِ محترم د تورات ډير لوئے عالِم وو، الله پاک چې په حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام باندې څه
[1] ... دلائل النبوۃ لابی نعیم، الفصل السادس:توقع الکھان، جز:1، صفحہ:56، حدیث:54۔
دلائل النبوۃ للبیہقی، باب ما جاء فی قصۃ وصی عیسیٰ... الخ، جلد:5، صفحہ:425۔
تاریخِ بغداد، جلد:10، صفحہ:254 ملتقطًا۔