Book Name:Ala Hazrat Aur Aqidah Khatm e Nubuwwat
عقيدې په بيان باندې يا د ختمِ نبوت نه د انکار کوونکو په رَدّ کښې ليکلے شوې دي، په دې کښې يوه رساله ده: جَزاءُ اللہ عَدُوَّہُ بِاٰبَائِہٖ خَتْمَ النُّبُوَّة (يعنې د ختمِ نبوت نه په انکار کوونکي د الله په دښمن باندې د الله پاک ګزار). د سيدي اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې پوښتنه اوشوه: يو کَس دے کوم چې حضرت سيده فاطمةُ الزهرا، حضرت علي المُرتضٰی شيرِ خُدا او امام حسن او حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نبي ګڼي. د ده په باره کښې څه حکم دے.
د دې په جواب کښې سيدي اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غټ سائز په 113 مخونو باندې مشتمله يوه عظيمُ الشانه رساله اوليکله، په کومه کښې چې هغوئي د قرآنِ کريم د دې آيت:
وَ لٰکِنۡ رَّسُوۡلَ اللّٰہِ وَ خَاتَمَ النَّبِیّٖنَ ؕ (پارہ:22، الاحزاب:40)
مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: خو د الله رسول دے او د ټولو نبيانو په آخره کښې تشريف راوړونكے دے.
او د احاديثو او روايتونو او د مخکښينو آسماني کتابونو د ارشاداتو ليکلو سره ئې دا ثابته کړه چې کوم بنده د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آخري نبي کيدو نه انکار اوکړي، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري ژوند په زمانه کښې يا د دې نه پس تر قيامته پورې د هرې اوچتې نه اوچتې مرتبې والا نبي اومني، هغه بنده کافِر دے، د اسلام د کرښې نه بهر دے.[1]
سيدي اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې په دې مبارکه رساله کښې د ختمِ نبوت د عقيدے کوم دليلونه ذِکر کړل، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشق، امير اهلسنت، مولانا محمد