Share this link via
Personality Websites!
(3): د خلقو سره ښيګړه کول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دريم کوم کار چې حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اختيار کړے وو او په دې انداز کښې هغوئي د دين ښه ډير خدمت اوکړو، هغه د اُمَّتِ مسلمه سره ښيګړه ده. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله هم خير خواهي کوونکے، ډير شفيق او مهربان وو. هغوئي به د غريبانانو سره مرسته کوله، د غم ځپلو زړونو مرهم به جوړيدو، د غم ځپلو سره به ئې مرسته کوله. يوه ورځ هغوئي د بيان په وخت اوفرمائيل: پاک دے هغه ذات چا چې زما په زړه کښې د مخلوق سره د ښيګړې جذبه واچوله او د مخلوق سره ښيګړه کول ئې زما د ژوند لوئي مقصد جوړ کړو. ([1])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي هم د خير ښيګړې کارونه کوي. د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي خلقو ته د دين د تبليغ کولو سره، د لمونځ ښودلو سره، د روژو، حج او زکوٰۃ د حکمونو ښودلو سره، د سنتو نمونې جوړولو سره، د نيکئ د دعوت ورکولو سره، د نيک لمونځ ګزاره جوړولو وغيره خير خواهي هُم کوي او د دې سره سره د دعوتِ اسلامي يو ډيپارټمنټ دے: FGRF. د دې ډيپارټمنټ بنيادي مقصد د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غم ځپلي اُمَّت سره خير خواهي کول، غم خوري کول، په ناڅاپه آفت مثلاً خدائے دې نه کړي زلزله راشي، سيلاب راشي نو فوراً په امدادي کارونو کښې برخه اخستل دي.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami