Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai

Book Name:Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai

   دعوتِ اسلامي او ديني اجتماعات

اے عاشقانِ اوليا! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فيضان سره دعوتِ اسلامي هم د ديني اجتماعاتو په ذريعه د دين په خدمت کولو کښې مصروف دے، د دعوتِ اسلامي د ټولو نه وړومبے ديني کار د کوم ځائے نه چې دعوتِ اسلامي شروع شو هغه هفته واره د سنتو ډکه اجتماع ده. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا وخت په ټوله دنيا کښې په 1697 ځيونو کښې هفته وار اجتماعات کيږي، په کومو کښې چې تلاوت کيږي، نعت شريف وئيلے کيږي، د سنتو ډک بيان کيږي، ذِکرُ الله کيږي، د ژړا ډکه دعا کيږي، د زده کولو او نورو ته د ښودلو حلقے لګي، په کومو کښې چې فرض علومِ دين ښودلے شي.

د دې نه علاوه د لويو شپو مثلاً د شبِ براءَت، شبِ معراج وغيره اجتماعات هم کيږي. د الله پاک کرم دے د دعوتِ اسلامي په دې اجتماعاتو باندې د اوليائے کرامو لوئي فيضان دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډير ځل اوليائے کرام کرم فرمائي، د دعوتِ اسلامي په دې اجتماعاتو کښې شرکت کوونکو عاشقانِ رسول ته په خوب کښې تشريف راوړي او حوصلے ورله اوچتوي.

غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب کښې تشريف راوړو

د باب المدينه (کراچئ) واقعه ده، يو ځل د لوئي يوولسمې شريفې په سلسله کښې د ذکر و نعت اجتماع روانه وه، په دې اجتماع کښې د شريک يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د بيان نه پس چې کله په سلسله عاليه قادريه رضويه کښې د بيعت سلسله شروع شوه، هغه وخت په ناسته ناسته ما له خوب راغلے، د سر سترګې مې څه پټې