Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai

Book Name:Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! داسې د مدرسو جوړولو سره باقاعده ديني تعليم عام کول هغه ښکلے انداز دے کوم چې د نن نه په صدو مخکښې حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم اختيار کړے وو، بلکه پخپله د نبيانو سردار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم په مسجدِ نبوي شريف کښې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته ديني تعليم ښودلو، په اسلامي تاريخ کښې د ټولو نه وړومبئ مدرسه چرته به چې ټول ديني او دنيائي علوم ښودلے شو، هغه صُفّه مبارکه چوتره ده، کومه چې په مسجدِ نبوي شريف کښې موجوده وه او د دې بنياد د نبيانو سردار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کيښودے وو.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د دې مبارک انداز خپلولو سره په ټوله دنيا کښې د ديني تعليماتو په عام کولو کښې مصروف دے.

(2): ديني اجتماعات

د دين د کار کولو د پاره دويم ديني کار کوم چې حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اختيار کړو، هغه ديني اجتماعات دي. غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په هفته کښې 3 ځل بيان فرمائيلو (1): د جُمعے په ورځ (2): د اتوار په ورځ او (3): د نهې په ورځ. ([1])

د غوثِ پاک د بيانونو ښکلے شان

 * ابراهيم بن سعد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د علماو جامې اغوستلې او په اوچت ځائے (مثلاً په منبر وغيره باندې به) کښيناستلو او بيان به ئې 


 

 



[1]... بَهْجَةُ الْاَسْرَار ، ذکر وعظہ رضی اللہ عنہ ، صفحہ: 184 ملتقطًا.