Book Name:Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai
د اسلامي تهذيب او ثقابت د مضبوطئ راز
يو غير مسلمه د کافرانو په ناکامو باندې يو ځل تبصره اوکړه، هغه وائي: مونږ ډير کوششونه اوکړل، ټول عمر مو محنت اوکړو، په لکونو مسلمانان مو شهيدان هم کړل، د ډيرو ملکونو د بادشاهانو تختونه مو واړول، تاجونه مو هم ورغړول، وينې مو هم توئې کړې، د دې باوجود اسلامي تهذيب، اسلامي ثقافت او اسلامي فِکر د دنيا نه ختم نه شو، د دې وجه دا ده چې کله هم مونږ د اسلام خلاف سازشونه جوړ کړو، اسلام د جرړې نه د ختمولو اراده اوکړو، هر ځل څوک صوفئ باصَفَا وَلِئ کامِل د دين د خدمت د پاره راپاڅي او په لږه موده کښې زمونږ د کلونو خواري برباد کړي.
اللہ اَکْبَر! رښتيا هغه وي د څه ګواهي چې دښمن ورکړي، دا واقعي چې يو تاريخي حقيقت دے. کافران ټول کال کوششونه کوي، د اسلام خلاف سازشونه جوړوي خو کله چې دوئي دا اوګڼي چې مونږ اوس کاميابئ ته ډير نزدې يو، دغه وخت د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غلامانو کښې يو مردِ قلندر راپاڅي او د کافرانو د کلونو کوششونه ناکامه کړي * هغه وخت کله چې د بغداد سلطنت په آخري سلګو وو، د کافرانو په سازشونو چې مسلمانان منتشِر شوي وو، د ملتِ اسلاميه دور ختميدونکے وو، هغه وخت سرکارِ بغداد حضور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو، هغوئي مسلمانان يو وارې بيا يو ځائے کړل، د هغوئي ايمان تازه کوونکو بيانونو او د نيکئ دعوت مسلمانانو له يو وارې بيا اسلامي ژوند ورکړو * په هندوستان کښې چې کله هر طرف کُفر وو، حضرت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو، هغوئي د کروړونو مسلمانانو اِصلاح اوفرمائيله، په لکونو کافران ئې مسلمانان کړل او د کافرانو ټول کوششونه ئې په