Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai

Book Name:Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai

حق چرې هم نه ختميږي!

اے عاشقانِ رَسُول! د دِين خدمت کول، د دِين د پاره د قربانو ورکولو په ذريعه د غير مسلمو سازشونه ناکامه کول هغه مبارک ديني کار دے کوم چې په هر دور کښې اوليائے کرامو کړے دے، يقيناً په دې نيک کار کښې حصه دار جوړيدل زمونږ د پاره د سعادت خبره ده، ګنې نو دا دين خو هغه دين دے کوم چې رَبِّ کريم غالب فرمائيلے دے او  اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! دا دين به تر قيامته پورې باقي وي. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

یُرِیۡدُوۡنَ اَنۡ یُّطۡفِـُٔوۡا نُوۡرَ اللہ بِاَفۡوَاہِہِمۡ وَ یَاۡبَی اللہ  اِلَّاۤ  اَنۡ  یُّتِمَّ  نُوۡرَہٗ وَ لَوۡ  کَرِہَ  الۡکٰفِرُوۡنَ (۳۲(پارہ:10، التوبہ:32)

ترجمۀ کنز العرفان: دوئي غواړي چې په خپلو خُلو د الله نُور مړ کړي حالانکه الله به د خپل نُور پوره کولو نه بغير بله خبره اُونه مني، اګر که کافران ئې بد ګڼـي.

مُفَسِّرين کرام د دې آيت په وضاحت کښې فرمائي: کافرانو دا غوښتل او اوس هم غواړي چې د محبوبِ خُدا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکرِ پاک اودروي، دين اسلام ختم کړي خو الله پاک د دې نه انکار فرمائي يعنې الله پاک د کافِرانو په دې حرکتونو هيڅکله هم رضا نه دے، د کافرانو د سازشونو، د دوئي په کوششونو نه مخکښې دين ختم شوے دے او نه به بيا د پاره ختم شي، د اسلام په شان کښې نه مخکښې څه کمے راغلے دے، نه به بيا راځي، د الله پاک د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر مخکښې هم اوچت وو، اوس هم اوچت دے او اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! تر قيامته پورې به اوچت وي، په دې کښې