Book Name:Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai
آخرت د فکر پريښودو، قبر او حشر ته د فکر نه کولو په غفلتونو او ګناهونو کښې اخته وي، د دې نه علاوه په فضولو کارونو کښې خپل وخت تباه کوي، داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په دې عمر مبارک کښې د الله پاک د لارې مسافر جوړيدلو او دين به ئې زده کولو او نورو ته به ئې ښودلو. او بيا صرف د 34 کالو په عمر مبارک کښې هغوئي د غزني نه لاهور ته سفر اوفرمائيلو، د زرګونو کلوميټره فاصله...!! په هغه وخت کښې هوائي جازونه هم نه وو، موټرې، بسونه وغيره هم نه وو، هغوئي دا سخت سفرونه اوکړل او د خپل وطن نه دومره لرې ئې تشريف راوړلو، ولې؟ د دِين د خدمت د پاره، بے لارې شوو ته د حق لارې ښودلو د پاره.
پکار ده چې مونږ هم همت اوکړو، الله پاک ژوند راکړے دے، ساه ګانې ئې راته عطا کړې دي، ځواني ئې راکړې ده، دا په فضولياتو کښې، د ګناهونو نه په ډکو کارونو کښې د ضائع کولو په ځائے د اوليائے کرامو په نقشِ سيرت باندې د تللو سره، د هغوئي د فيضان حاصلولو د پاره د مدني قافلو مسافر جوړ شو، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د اوليائے کرامو په فيضان سره به مو دنيا هم ښه شي او په آخرت کښې به مو هم بيړئ پورې وځي.
دل کی کلیاں کھلیں قافلے میں چلو رنج و غم بھی مٹیں قافلے میں چلو
دِل کی کالک دُھلے، دردِ عصیاں ٹلے آؤ سب چل پڑیں، قافلے میں چلو
دُور بیماریاں اور پریشانیاں ہوں گی بس چل پڑیں، قافلے میں چلو
فائدہ آخرت کے بنانے میں ہے سب مبلغ کہیں قافلے میں چلو([1])