Book Name:Dawat e Islami Faizan e Auliya Hai
دپاره، د عشقِ رسول او د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو د محبت شمع په زړونو کښې روښانه کولو د پاره او د فيضان اولياء حاصلولو د پاره په مدني قافلو کښې سفر کوئ! په ژوند کښې په يو مخ د 12 مياشتو، په هرو 12 مياشتو کښې د يوې مياشتې او په هره مياشت کښې کم نه کم د 3 ورځو مدني قافله کښې سفر خپل معمول جوړ کړئ!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يقيناً څوک چې د الله پاک د دِين خدمت کوي، الله پاک د هغوئي مدد فرمائي. په شپږ ويشتمه سيپاره، سورۀ مُحَمَّد، آيت: 7 کښې الله پاک فرمائي:
یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡۤا اِنۡ تَنۡصُرُوا اللہ یَنۡصُرۡکُمۡ وَ یُثَبِّتۡ اَقۡدَامَکُمۡ (۷) (پارہ:26، مُحَمَّد:7)
ترجمۀ کنزُ العرفان: اے ايمان والؤ! که تاسو د الله د دِين مدد کوئ نو الله به ستاسو مدد کوي او تاسو ته به ثابت قدمي عطا کوي.
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې کوم بنده د الله پاک د دين خدمت کوي * عِلمِ دِين زده کوي * نورو ته ئې ورښائي * د نيکئ دعوت عام کوي * د دين د خدمت د پاره کور کلے پريږدي * د خپل بال بچ جدائي برداشت کوي * د دين دعوت عام کولو دپاره د لرې لرې علاقو سفر کوي * پخپله هم نيکئ کوي، د نورو هم د نيک لمونځ ګزاره جوړولو کوشش کوي، الله پاک د داسې بندګانو مدد فرمائي، هغوئي ته په نيک مقصد کښې کاميابي عطا کوي، که په هغه باندې سخته راشي، پريشاني راشي نو د هغه مدد کوي او مُفَسِّرينِ کرامو تر دې پورې ليکلي دي چې کوم بنده د دين خدمت کوي، الله