اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein

Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein

پاک زمونږه خالق دے، هم هغه زمونږه رازق دے، هم هغه زمونږه مالک دے. په وَ اِنَّا اِلَیْہِ رٰجِعُوْن کښې د دې خبرې اقرار دے چې مونږ ته دلته د هميشه د پاره اوسيدل نه دي، يوه ورځ به راځي چې حضرت ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام به تشريف راوړي، رُوح به د بدن نه اوځي، بيا به مونږه تيارۀ قبر ته کوزولے شي، تر څو پورې چې د الله پاک خوښه وي، مونږ به هلته پاتې کيږو، بيا مونږ ته د هغه په بارګاه کښې حاضريدل دي.

دا 2 سبقونه دي: (1) زه بنده يم، ځکه ما له پکار دي چې د هميشه د پاره بنده پاتې شم، علّامه شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بندګئ د ادابو ليکلو سره فرمائي: * کوم چې بنده وي هغه هميشه د خپل مالک په لور متوجه اوسي، د بَل يو څيز اړخ ته مخ نه اړوي * د دنيا عيش و عشرت، مال و دولت، آرام و سکون وغيره زړه ته نه کوزوي، هميشه د خپل خالِق او مالِک جَلَّ شَانُه سره محبت کوي * کوم چې بنده وي هميشه په هر حال کښې د خپل مالک په رضا باندې راضي اوسي * کوم چې بنده وي هغه په هيڅ څيز باندې د خپل ملکيت دعوٰى نه کوي، هميشه دا ګڼي چې زما سره چې څه دي، هغه هم زما د مالک دي، هغه په خپل فضل و کرم باندې ما ته عطا کړي دي، هغه چې کله هم اوغواړي نو زما نه ئې واپس اخستے شي * کوم چې بنده وي هغه په يو څيز باندې هم فخر او غرور نه کوي، چې کوم څه عبادت او اطاعت کوي، هغه هميشه کم ګڼي، کله هم په رياکارئ، نورو ته په ښودلو او ځان خوښئ کښې نه اخته کيږي * او کوم چې بنده وي هغه چرې هم د خپل مالک نافرماني نه کوي.[1]

دا د اِنَّا لِلّٰہ سبق دے. (2) دغه شان په وَ اِنَّا اِلَیْہِ رٰجِعُوْن کښې د آخرت د فِکر درس دے، چې مونږه هر وخت خپل دا ذهن ساتو چې الله پاک ما ويني، زما هيڅ عمل، څه خيال، څه سوچ، د زړه څه اراده د هغه نه پټه نه ده، ډير زر ما ته د هغه په حُضُور کښې


 

 



[1] الانوار القدسیہ فی بیان العبودیہ،الباب الاول فی بیان آداب۔۔الخ،صفحہ :26۔35خلاصۃً