Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein
رښتينې نبي، ښه نبي، آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چا چې فال اوکتلو يا ئې د غشو په ذريعه فال اويستو يا د بد فالئ په وجه د سفر نه را واپس شو نو هغه کَس کله هم اوچتې درجې ته نشي رسيدے.[1] * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 3 ځل اوفرمائيل: اَلطِّیَرَۃُ شِرْکٌ، اَلطِّیَرَۃُ شِرْکٌ، اَلطِّیَرَۃُ شِرْکٌ بد فالي نيول شرک دے، بد فالي نيول شرک دے، بد فالي نيول شرک دے، بيا ئې اوفرمائيل: په مونږ کښې هر يو کَس ته داسې (يعنې د بد فالئ په شان) خيال راځي خو الله پاک د تَوَکُّل په ذريعه هغه خيال لرې کوي.[2]
د دې حديثِ پاک لاندې علمائے کرام فرمائي: د جاهليت په زمانه کښې به خلقو بد فالي نيوله، د هغوئي دا عقيده وه چې د بد فالئ په تقاضو باندې د عمل کولو سره دوئي ته فائده حاصليږي د مثال په طور يو کَس د کار د پاره اووتلو او په لاره کښې پيشو د هغه په مخه باندې تيره شوه، اوس که چرې دے را واپس شو نو د جاهليت په زمانه کښې د خلقو عقيده وه چې د داسې کولو سره مونږ ته فائده حاصليږي، ځکه په حديثِ پاک کښې بد فالي شرک اوګرځولے شو، که يو بنده صرف بد فالي اونيسي او ورسره دا عقيده هم لري چې کيږي هغه څه كوم چې الله پاک غواړي، د دې نه علاوه د دنيا يو طاقت هم د الله پاک د خوښې خلاف هيڅ هم نشي کولے، په دې حالت کښې بد فالي نيول شِرکِ خَفِي (يعنې د ګناه کار دے) او که څوک بنده دا عقيده اوساتي چې که چرې مثلاً ستوري په خپل طاقت سره، د الله پاک د خوښې خلاف هم اثر کولے شي، دې شکل کښې دا بد فالي نيول شرکِ جَلِي دے کوم چې کُفر دے.[3] * سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ رَدَّتْہُ الطِّیَرَۃُ عَنْ شَیْءٍ فَقَدْ قَارَفَ الشِّرْکَ کوم کَس