Book Name:اِنَّا لِلّٰہ Parhnay Ki Barkatein
بيمار شوے دے، د نن په شان په سکون کښې چرې هم نه وو. بيا هغوئي خاوند له ډوډئ راوړله، د هغوئي ئې ښه خدمت اوکړو، اوئې کتل چې اوس حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په آرام سره او مطمئين دے نو اوئې وئيل: دا اووائې! چې يو ګاؤندي څه څيز په عارضي طور واخلي، بيا د هغه نه هغه څيز بيرته اوغوښتلے شي نو که هغه شور شروع کړي نو د هغه داسې کول څنګه دي؟ حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: دا خو ډيره بده خبره ده، کوم څيز ئې چې په عارضي طور باندې اخستے دے، هغه څيز بيرته ورکول پکار دي. حضرت اُمِّ سُليم رَضِىَ اللهُ عَـنْها اووئيل: الله پاک د امانت په طور باندې مونږ له يو ځوي راکړے وو، نن هغه بيرته واخستلو.
اَللّٰہُ اَکْبَر! د يوې مور دا څومره عظيم صبر دے؟ حضرت اُمِّ سُليم رَضِىَ اللهُ عَـنْها څومره د همت مظاهره اوکړه او څومره په حکمت سره ئې د غم نه خبر کړو...!! سُبْحٰنَ اللّٰہ! حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله داسې د حکمت نه ډکې خبرې واوريدلې نو هغوئي هم صبر اوکړو، هغوئي د الله پاک حمد بيان کړو او اوئې وئيل: اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن.[1]
په بَله ورځ هغوئي په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شول، ټوله خبره ئې عرض کړله، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دعا کولو سره اووئيل: اے الله پاکه! دوئي ته د دوئي په شپه کښې برکت عطا کړې.
د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دعا دا اثر اوشو چې د دې واقعې لا يو کال هم نه وو شوے چې الله پاک هغوئي له يو ښکلے ځوي ورکړو، د هغه نوم هغوئي عبد الله