Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai
(ګنَاهونه زيات کيږي، ځکه جُماتونه بهترین مقامونه دي او بازارونه د زمکې بدترینې حِصّے دي).([1])
اوليائے کرام او د جُماتونو تعمير
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اے د اولياء عاشقانو! جُماتونه جوړول چې څنګه د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام سُنّت دي هُم دغسې د اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـه مبارکه طريقه هُم ده. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـه هُم دا ښکلے انداز دے چې چرته به ئې تشريف يوړلو هلته به ئې ضرورتاً جُمات هُم جوړولو بلکه رښتيا خبره خو دا ده چې نن مونږه کوڅه په کوڅه کوم جُماتونه وِينو دا د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام او اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـه فيضان دے.
محدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او جماتونه جوړول
حضور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان حضرت مولانا سردار احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د جُماتونو جوړولو ډير شوق لرلو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيصل آباد (پاکستان) ته تشريف راوړلو نه پس ډير جُماتونه جوړ کړل او د ډيرو جماتونو بنياد ئې کيښودو.
دا يقيناً د حضور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کرامت وو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د سفر په دوران کښې چرته په غير آباد ځائے کښې لـمونځ اوکړو نو هٰغه ځائے به آباد هُم شو او هلته به جُمات هُم جوړ شو. يو ځل هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سفر په دوران کښې اَډَّا مُرِيد والا (ضلع فيصل آباد) کښې د مازديګر لـمونځ ادا کړو، د نزدې نهر په اوبو ئې اودس اوکړو، هٰغه وخت دغلته نه آبادي وه او نه څه جُمات وو. هغوئي په يو خالي ځائے لـمونځ ادا کړو، د لـمانځه نه پس ئې اُوفرمائيل: ”څه ښه به وي چې دلته د سُنّيانو يو