Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai
مخکښې د ګناهونو په کندو کښې سرګردانه ګرځيدم، شراب څښل، مور پلار تنګول، لـمونځونه قضا کول زما معمول وو. يوه ورځ زما خورئي ما ته په مدني قافله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، ما د لم ليټ نه کار اخستو خو هغه هِمّت اونه بيلو او پرله پسې ئې دعوت راکولو، آخر زه يو ځل د مدني قافلے مسافر جوړ شوم، د مدني قافلے په موقع د نيکئ د دعوت او د سنتو نه ډکو بيانونو اوريدو موقع راته ميلاو شوه، ورسره ورسره راته د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مختفلو رسالو لوستلو سعادت هُم رانصيب شو، بس د دې ټولو څيزونو په ما باندې داسې اثر اوشو چې په زړه کښې مې انقلاب راغلے، ما د ګناهونو نه رښتونې پخه توبه کړه، شراب مې پريښودل، لـمونځونه مې شروع کړل او د مور پلار فرمانبردار جوړ شوم، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مدني قافلے په برکت ما ګيره هُم پريښوده، عمامه مې هُم په سر کړه، او اوس زه په يو جُمات کښې مؤذِن يم او پينځه وخته لـمونځونه د جَمعې سره د ادا کولو سعادت حاصلووم. ([1])
اُلْفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خُدا چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو
گر مدینے کا غم، چاہئے چشمِ نَم لینے یہ نعمتیں قافلے میں چلو
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
”ماهنامه فيضانِ مدينه“ ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا ماهنامه فيضانِ مدينه ايپلي کيشن جاري شوے دے، په دې ايپلي کيشن کښې تر اوسه پورې جاري شوې ماهنامے په PDF شکل کښې موجودې دي، د دې نه