Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

(5) ماشومان جُمات ته راوَستل

           * هُم دغسې واړه او ناپوهه ماشومان هُم جُمات ته راوستل د جُمات د آدابو خلاف او ناجائزه دي. په حديث شريف کښې دي: جُماتونه د ماشومانو او ليونو او اخستلو او خرڅولو او  جګړې او آواز اوچتولو نه اُوساتئ. ([1])

(6) د نظافَت خيال نه ساتل

           * هُم دغسې په جُمات کښې د هر قِسمه کچره اچول هُم بے ادبي ده. تر دې چې په جُمات کښې معمولي شان ډکے هُم نه شئ غورزولے. عُلَماء فرمائي: په جُمات کښې چې معمولي شان ډکے يا ذَرّه هُم اوغورزولے شي نو د دې نه جُمات ته دومره تکليف رسي څنګه چې انسان ته په خپله سترګه کښې د معمولي شان ډکي يا خزلې غورزيدلو نه تکليف رسي ([2]) * هُم دغسې په جُمات کښې د اوداسه د اندامونو نه د اوبو څاڅکي غورزول هُم ناجائزه او ګناه ده ([3])  خلقو ته د دې هډو معلومات نه وي اودس اوکړي او دغسې په لاسونو څنډلو څنډلو جُمات ته ننوځي او په جمات کښې د اوداسه د اوبو څاڅکي کيږي، لـمدې ښپې د جُمات په قالين او چټايانو روان وي دغسې قالين هُم خيرنيږي، د دې نه ځان ساتل پکار دي. 

(7) په جُمات کښې شور کول

           * هُم دغسې په جُماتونو کښې شور شغرب کول هُم د جُمات بے ادبي ده. تر دې چې په جُماتونو کښې منډې وهل يا په زوره قدم ايښودل، چې د هغې سره آواز پيدا شي دا هم منع


 

 



[1]...ابنِ ماجہ ،کتاب المساجد و الجماعات،با ما یکرہ فی المساجد،صفحہ:129 ،حدیث:750۔

[2]...جذب القلوب،صفحہ:222۔

[3]...فیضانِ نماز (فیضانِ سنت جلد:3 کا ایک باب)،صفحہ:244 ۔