Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai
(3) جُمات بدبوداره کول
* هُم دغسې جُمات د هر قِسمه بدبوئي نه ساتل واجب دي او په جُمات کښې بدبُوئي خورول سخت ناجائزه دي. تر دې چې که د چا د خُلې نه بدبُوئي راځي نو جُمات ته داخليدل حرام دي * کچه مُولئ، کچه پياز، کچه اُوږه او هر هٰغه څيز چې د هغې بُوئي ناخوښه وي، هغه چې اوخوري نو جُمات ته تر هٰغې پورې داخليدل منع دي ترڅو چې ئې د لاسونو يا خُلې وغيره نه بدبوئي ځي ځكه چې ملائكه [يعني فرښتو] ته د هغې نه تكليف رسي. دغسې جُمات ته كچه غوښه او د خاورو تيل او د ماچس هٰغه تيلے چې د هغې د مږلو سره بوئي پيدا كيږي دا څيزونه وړل ناجائزه او حرام دي. په حديث شريف کښې دي: جُمات ته کچه غوښه وړل جائز نه دي. ([1]) حالانکه د کچه غوښې بوئي ډير کم وي. ([2])
(4) خيرَنې کپړے په غاړه جُمات ته تلل
* هُم دغسې خيرنې کپړے اغوستې جُمات ته تلل نه دي پکار، ځکه چې بعضې وخت د دې نه هُم بدبُوئي خيژي، هسې هُم جُمات ته په خيرنو جامو کښې راتلل د يو با ادبه کس لائق نه دي، مونږه چې دفتر ته ځُو يا څه د واده وغيره دعوت له ځُو نو ښې صفا سُتره کپړے واچوو نو سوچ اوکړئ چې د خپل رب تعالٰى بارګاه ته په څومره صفا او خوشبوداره لباس کښې حاضريدل پکار دي.