Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

ښه نه ګڼل([1]) * چې کله به ئې جُمات ته تشريف راوړلو نو د جُمات د بے ادبئ له ويرې به ئې بدن په لړزان شو([2])   * چې کله به د لـمانځه وغيره نه فارغه شو او د جُمات نه به وتلو نو وئيل به ئې: ټول صفات هٰغه اللہ پاک لره دي چا چې ما ته په جُمات کښې د سلامتئ سره (يعنې د جُمات د بے ادبئ نه د بچ کيدلو) توفيق راکړو. ([3])  

          اللهُ اکبر! څنګه عجيبه ښکلے انداز وو، مونږ له هُم د جمات د ادب پوره پوره خيال ساتل پکار دي او د جُمات د ادب معلومات حاصلول پکار دي، يقيناً مونږه جُمات ته د نيکو ګټلو دپاره راځُو خو د معلومات د کمي په وجه د جمات په بے ادبئ کښې اخته شو او د نيکو ګټلو په ځائے خپلې کړې نيکئ هُم ضائع کړو.

          اللہ پاک دې مونږه د جُمات د بے ادبئ نه په حفاظت کښې اوساتي. آمين

د جُمات د بے ادبئ يو څو صورتونه

(1) په جُمات کښې د دُنيا خبرې

          د جُمات د بے ادبئ يو څو حالتونه بيانيږي لِـهذا په غور سره واورئ او دې نه د بچ کيدلو د پوره پوره خيال ساتلو کوشش کوئ. مثلًا * په جُمات کښې دُنيوي خبرې کول د جُمات سخته بے ادبي ده. په تفسیر مَدارِک شریف  کښې دي چې د حضور رحمتِ عالَم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عاليشان دے: په جُمات کښې د دُنيا خبرې نيکئ داسې اُوخوري څنګه چې څاروے ګيا اُوخوري([4]) * د حضورِ انور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عبرت نه ډک فرمان دے: ”يوه زمانه به داسې راشي چې خلق به په جُماتونو کښې د دُنيا خبرې کوي تاسو هغوئي


 

 



[1]... لَوَاقِحُ الْاَنْوَار ،العہد العاشر فی اکرام المساجد،جلد:1 ،صفحہ:114۔

[2]... لَوَاقِحُ الْاَنْوَار ، العہد العاشر فی اکرام المساجد،جلد:1 ،صفحہ:114۔

[3]... لَوَاقِحُ الْاَنْوَار ، العہد العاشر فی اکرام المساجد،جلد:1 ،صفحہ:114۔

[4]...کشف الخفاء،جلد:1 ،صفحہ:315 ،حدیث:1119۔