Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

اختيارولو هُم د جمات د صفائي ثواب ګټلے شئ. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي

. آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

(4) د جُمات احترام کول

          د جُمات متعلق د اللہ والؤ چې کوم څلورم ښه عادت دے هغه دے: د جُمات احترام کول. دا ډير ضروري دي ځکه چې د جُمات د بے ادبئ کولو په سبب د نيکو ضائع کيدلو سخته خطره ده.

          زمونږه بزرګانِ دينو، د اللہ پاک نيکو بندګانو به د جُمات ډير زيات ادب و احترام کولو. * يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه فرمائي: ما په جُمات کښې د څه څيز سره نه کله ډډه وهلې ده او نه مې په جُمات کښې کله ښپې خورې کړي دي او نه مې پکښې کله دُنيوي خبرې اترې کړي دي([1]) * حضرت خلف بن ايوب رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه په جُمات کښې ناست وو نو يو هلک ترينه د څه دُنيوې خبرې تپوس اوکړو، دوئي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه پاڅيدلو او د جُمات نه بهر ئې تشريف يوړلو او د هغه د خبرې جواب ئې ورکړو، چا ترينه د دې سبب تپوس اوکړو نو اوئې فرمائيل چې زه په جُمات کښې دُنيوي خبره کول ناخوښوښه ګڼم([2])

          اللہ پاک دې مونږه هُم په جمات کښې د دُنيوي خبرې کولو نه په امان کښې اوساتي. آمين.

د يو ولئ کامِل يو څو مبارکې اداګانې

           * د يو ولئ کامِل عادت مبارک وو چې کله به جُمات ته راتللو نو د کور نه به په اوداسه کښې راتلو، په بے اودسه حالت کښې به ئې د جُمات د دروازے نه دننه تلل هډو


 

 



[1]...تَنْبِیْهُ الْغَافِلِین،باب حرمۃ المساجد،صفحہ:174۔

[2]...تَنْبِیْهُ الْغَافِلِین،باب حرمۃ المساجد،صفحہ:174ملتقطًا۔