Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

نوکرئ وي، يا په څه کار وي نو هُم د جُمات د حاضرئ نه محرومه پاتې شي او دغسې د جَمعې د لـمانځه ادا کولو په صورت کښې چې کوم د 27 لـمونځونو ثواب ميلاويدو د هغې نه هُم محرومه شي. الله پاک دې زمونږ په کمزوري حال رحم اُوفرمائي. او مونږ ته دې جُماتونو سره پوخ محبت او تعلق رانصيب کړي.

جُمات سره د تعلق فضائل

           * د الله پاک خوږ آخري نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: کوم بنده چې جُمات ته ځي او د جَمعې لـمونځ ادا کوي، جُمات ته د تللو او راتللو په وخت د هغه په هر هر قدم باندې يوه يوه ګناه معاف کيږي او يوه يوه نيکي ليکلے کيږي. ([1]) * د بُخاري او مُسلِم په حديث شريف کښې دي: د قيامت په ورځ به 7 قِسمه خلق د عرشِ اِلٰھی په سوري [سايه] کښې وي، په هغوئي کښې يو هغه دے د چا زړه چې په جُمات کښې لګيدلے اوسي. ([2])  

          سُبْحٰنَ الله! الله پاک دې مونږ ته هُم جُمات سره محبت او مضبوط تعلق رانصيب کړي چې د قيامت په هٰغه سخته ورځ د عرش سورے رانصيب شي.

           * يو بل ايمان تازه کوونکے حديث شريف واورئ! رسولُ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: څنګه چې يو کس ورک شي (او د هغه د کور خلق هغه لټوي خو د هغه هيڅ پته نه لګي، بيا ډيره موده پس هغه ورک شوے کس خپل کور ته بيرته راشي نو) څومره چې د هغه د کور خلق خوشحاليږي، الله پاک د هٰغه بنده نه هُم دومره خوشحاليږي کوم [بنده] چې د ذِکر او لـمونځ  دپاره جُمات خپل کور جوړ کړي. ([3])  


 

 



[1]...مسندِ امام احمد ،جلد:3 ،صفحہ:560 ،حدیث:6758۔

[2]...بخاری،کتاب الاذن،باب من جلس فی المسجد ینتظر الصلاۃ...الخ، صفحہ:225 ،حدیث:660 ملتقطًا۔

[3]...ابنِ ماجہ ،کتاب المساجد و الجماعت ،باب لزوم المساجد و انتظار الصلاۃ ،صفحہ:136،حدیث:800۔